د رهبرانو د محاکمې په خاطر
لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک


 
 لندن ۲۹ مې ۲۰۱۳
د افغانستان د خلکو د پوهاوي په خاطر دغه موضوع لیکم تر څو ددغه ۳۵ کلن جنګ علتونه او په افغانستان باندې دشرق او غرب ( استعمارګرو -  چیني هژمونستانو - سوسیال آمپریالستانو - خاصتا اعرابو او په سر کې ېې عربستان سعودي او قطر هیوادونو ) د تنظیمی اسلامی ۱۵ ګونه احزابو د رهبرانو په تحریک د افغانستان خلک بې ستره شول ،بې عزته ېې کړل، وې وژل، بندی ېې کړل، چانماري ېې کړل، ژوندې په خاورو ننه ایستل شول ، دسته جمعی ووژل شول ، د هلکانو سره لواتت وشوو او د ښځینه وو سره زنا وشوه ، کډنپ شول ، توهین شول ، اندامونه ېې غوڅ شول ، په دورو او لغتو ، بوکس کاری شول ،تعمیرونه ، سرمایه ، لوټ او تخریب شول ، خو یوه ورځ زموږ سپین ګیریو - مولویانو - خانانو - پیرانو  حضرتانو - خلیفه ګانو - روشن فکرانو او د هغوی حزبي رهبرانو یوه هم ونه ویل چې دا څنګه او ولې؟؟  زموږ خلک د ( لیوانو - پړانګانو - زمریانو - شغالانو ) په منځ کې احاطه او اسیر شوي دی او هره ورځ دغه ځناوران وحشیان زموږ نه ۱۰۰ -۲۰۰ تنه په نوبت نیسي او خوري ېې ، وهی ېې، بندي کوي ېې ، بمباردوی ېې ، وژني ېې ،او یوه محکمې - یو څارنوال پیدا نه شوچې ووايي دا ولې زموږ د خلکو سره ناولۍ - خاینانه او غیر انسانی چلند روان دي ،دوی دغه کارونه د (( اخوانی تنظیمی اسلامی رهبرانو او قوماندانانو په ) امر او فرمایش کوي او تر ننه پورې ېې د کرزي په حکومت کې هم کوي ، اول هغه وخت چې د ثور د اوومې انقلاب د ترکي او امین په مشرۍ بریالۍ شوو د خلکو د پراخه پرګنو له خوانه استقبال شوو ، خو ډیر وخت نه وو تیر چې امین ډیر زیات اشتباهات او نه بخشونکي ګذارونه په عامو خلکو وکړل او دینی او ملي ارزشونه ېې تر پښو لاندې کړل ، خلک د ملانو - روحانیونو - پیرانو - خلیفه ګانو په رهبري او تحریک د اسلام اباد او د ایران د ( قم ) او عربستان په مشرۍ محاجرت ته مخه کړه او هیواد ېې تخلیه کړو بیا ېې په ( پاکستان او ایران ) کې ورته تروریستي کمپونه جوړ کړل ځوانان او د هغوی چې د فیزیکي حالت ښه وو د جنګ میدان ته د افغانستان دتخریب - چپاول - وژلو له پاره ولیږل او ښځینه ښکلېې نجونی ېې ددوی په غیاب کې په عربانو او پنجابیانو ـ امریکا یانو وپلورلې او یا غرب ته محاجرت ته تشویق کړې په افغانستان کې ېې د څو سوه ډالرو په بدل کې دوینو حمام جاری وساتلو ، کله چې شورویانو افغانستان ته خپلې نظامی قوواوي را وړې دلته انقلاب نور هم سور شوو او کورونه او کلي بمبارد شول او نور خلک هم محاجرت ته مجبور شول ، خو د شورویانو د ننیو غربیانو سره ډیر فاحش فرق وو او هغه په دغو برخو کې وو :
 شورویانو عملا دافغانستان له پاره لوېې پروژې جوړې او عملي کولې لکه ( دحیرتانو د ریل او موټر لیکه - د کشک تورغندۍ ته د ریل پټلۍ - د هرات د سیمنټو لویه فابریکه په چکانو جوړه کړه - د هرات دسلما بند ېې په هندوانو پیل کړو - د مخابراتو وزارت ېې جوړ کړو - د مرکزي کلینیک ېې جوړ کړو - زیرزمین ېې جوړه کړه - هوایی میدانونه ېې جوړ کړل- فاکولتی او پوهنتونونه ېې په ولایاتو کې جوړ کړل افسرانو ته کورونه جوړ کړل - مکروریان تر هوایی میدانه ورسیدل او هر سړي ته د ۴۰۰۰۰ ډالرو په بدل کې په ۴۰ کاله قسط ورکړل شول) او زښته ډیر نورشیان یو ډیر قوي نیرومند وسله وال پوځ ېې جوړ او په تخصصي کدرو او مدرن تخنیک ېې سمبال کړو چې نه ایران نه پاکستان درلودلو ،بله مهمه خبره دا وه چې شوروی زموږ د مځکې او هوا اختیار نه درلودو ، او شوروې زندانونه نه لرل - او زموږ په کورو ېې چاپې نه وهلي ۰ تریاک او چرس ېې نه ترویجول او خارج ته د خپلو مافیا وو په ذریعه نه ترافیکول - او د شورویانو هدف هغه وو چې ببرک کارمل ورته ویل چې موږ باید د ( ګوادر بحری بندر خپل کړو او سرحد مو اتک ته ورسوو ) چې دغه کار کیدونکۍ وو او بله مهمه خبره داوه چې موږ ته شورویانو په سروبي کې اتومی انرژي جوړوله دغه پوشتنه د محراب الدین پکتیا وال نه او د بیروی سیاسی نه وکړۍ چې زه رشتیا وایم که درواغ ، نن که موږ اتوم بم درلودلای پاکستان یا ایران په موږ باداری نه شوای کولای او امریکا نه شوای اشغالولای  ؟؟
اوس راشۍ د غربیانو ( امریکا او مجاهدینو حکومت دارۍ ته ) ، مجاهدینو نه دوطن په خاطر  نه دخلکو په خاطر - نه دترقۍ په خاطر - نه د ملي وحدت په خاطر - نه د یوه لوی ملت د جوړیدو  په خاطر او نه د اتک او ګوادر په خاطر مبارزه کوله د مجاهدینو او طالبانو اساسي هدف (( قدرت ته ځانونه رسول - ځانونه ملیاردران کول - عامه او شخصي کورونه ، پارتمانونه ، مځکې په جعلی او دستوري او زوره قباله کول - د قیمتي ډبرو نه اعظمی استفاده کول - انتیک او غیر انتیک شیان د موزیمو نه غلا  کول او په خارجیانو خرڅول - دولتی او شخصي فابریکې تخریبول او چپاول کول - د کاماز ۳۵۰۰ موټران غلاکول - د برقی موټرانو ستنې او سیمونه غلاکول - د جنګلک فابریکه مکمله چورول - افغانستان د ( پاکستان - ایران  عربستان - چین امریکا - انګریز ) په امر او فرمان بې ستره کول،  تخریبول او لوټول - مکتبونه - لاری - جوماتونه - ړنګول د تحصیل او تدریس مخه نیول او افغانستان قرون اولي ته رهنمایی کول ، په خپلو منځوکې او خپل منځي جګړو کې د کابل شهر تخریبول او لوټول چې نمونې ېې د دارالامان  د قصرو نه قیاسولای شۍ او په دریو ورځو کې د مسعود او حکمتیار په جنګو کې ۶۰۰۰۰ افغانان ووژل شول او ۲۴۰۰۰۰ نور محاجر شول ،او ډیر شرمیدونکۍ او نه بخشونکۍ کار چې د مجاهدینو رهبرانو د نواز شریف په فرمان عملي کړو زموږ قهرمان وسله وال ملي پوځ ېې مضمحل او وسلې ېې په پاکستان خرڅې کړې او یو مقدار غرب خپلو هیوادو ته یوړې ،کدرونه ېې ( ډي ډي آر ) کړل او نن یو اجیر - مزدور - مصلحتی - نوکر - تنظیمی - جهادی وسله وال پوځ لرو ) چې اصلا زموږ په درد نه خوري او زموږ د اقتصاد سره هیڅ لازم نه دی زموږ له پاره د مکلفیت دوه کلنه دوره ضرور ده مجاهدینو( دشمال ټلوالې )  غربیان نن ددې له پاره را وستل چې طالبان ور باندې د افغانستانه اخراج او له منځه یوسي او په حیرتانو کې ېې دسته جمعی چانماری کړي او هلته د حیواناتو غونته په خاورو ومنډي ،او بیرته زمینه د چپاول - غلا - رشوت - اداری فساد - تفرقه اچونی او  ( تقسیم کړه تفرقه واچوه حکومت وکړه ) زمینه مساعده کړي او دوی تل په قدرت کې پاتې شي  ګویا د تنظیمی لیډرانو محافظین او باډي ګارډان (  د امریکا - انګریز - جرمن - فرانسی ) سربازان ووسي او دوی همیشه د ثروت اندوزۍ له پاره آزاد او ارام وي او لادونه ېې ډیرۍ په خارج کې دي او په ( دوبۍ او نورو هیوادو کې ) ډیره سرمایه غونډه کړې ده نو همدا علت دی چې غرب په افغانستان کې شخصي ، د افغانستان د قوانینو سره په ضدیت ېې  زندانونه او شکنجه خانی جوړې کړې دی چې هلته دغه کته ګوري افغانان بندي کوی :
۱- هغه چې عملا ددوی سره په جنګ کې اسیر شوي دي.
۲ - هغه چې د مخدره توکو د کشت یا قاچاق په ارتباط نیول شي دی .
 ۳ - هغه چې د ترجمانانو په شخصي دشمنۍ نیول شوي دی .
۴ - هغه چې ددوی په ضد ېې تبلیغات کول بندیان شوي دی .
۵ - هغه چې دوی ته نه تسلیمیدل یا ېې ددوی سره همکاری نه کوله .
۶ - هغه چې ډیر شکلي او پی مخی هلکان یا نیمه ځوانان وو د لواتت په خاطر نیولي دی.  
یوه ورځ دانګریز د دفاع وزارت سکریتر وايي موږ هغه افغانان نیولي او بندي کړې چې زموږ سربازان ېې وژلي یا ېې په موږ حملې کولې ، اوس سوال دادی ؟؟ چې ایا د مجاهدینو حکومت  دکرزي حکومت یو نفر د غربیانو بندې کړۍ یا ېې ورنه تحقیقات کړۍ هغوی هره ورځ زموږ خلک بمباردوی ، وژني ېې - بې ستره کوي ېې ، سر په خود په افغانستان کې هغه کارونه کوي چې کواکي دوی د افغانستان اصلی خاوندان او واکداران دی او دغه زمینه د اوله د افغانستان تورمخیو اخوان یانو دغو د تنظیمی رهبرانو ورته مساعده کړه همدا علت دی چې تر ننه د ( حاګ محکمې یو مجاهد - یو اخوانۍ لیډر یا قوماندان ) بندي نه کړو او محاکمه ېې نه کړو نو په کومو سترګو دغه محکمه بیا ځآن د بین المللي اصولو - قوانینو - او بشر دحقوقو - اصلی مطمن  مدافع بولي ) ایا د کرزي حکومت یوخارجي  پیلوټ چې کلي او مخلوقات ېې بمبارد کړل یوې افغاني محکمې ته را کش کړۍ یا ېې بندي کړۍ  - غربیانو دمړیو په مخ شاشي وکړې  - یو امریکاي سرباز په کندهار کې دکورنۍ ښځې ووژلې، یوه پیلوت د شنډند کلۍ بمبارد کړو ، بل پیلوټ په مشرقی کې خلک په وینو ولمبول ، مګر کرزي ونه نیوو - ماته یو مثال را کړۍ چې یو سرباز  یو امریکایی افسر یاد انګریزسرباز دکرزي محکمې یا څارنوال بندي کړۍ وي یا يي پوشتنه  ورنه کړې وي ، څنګه ددوی سربازان عزت لری- ابرو لری- حکومت لری- وطن لری- مدافع لري حقوق لری - ځان لری - فامیل لري - خو زموږ سربازان او خلک دتیږو نه پیدا دي او په رشتیا پسونه دي او مدافع نه لري (( خلکو، اې خلکو دغه مضمون په یاد لرۍ چې بیا د کرزي نبیرې او د مجاهد یوه مشر ته چې دیوه سره ېې لاسونه د خلکو په وینو سره دي رایه ور نه کړۍ ))  نو له همدی خاطره باید یوه اختصاصی محکمه وروسته له ۲۰۱۴ نه دنوې جمهور ریس له خوانه  جوړه شي او ټول جنګي مجرمین محاکمه شي په غیر صورت کې به دا وطن همیشه د زورګویانو او توپک سالارانو له خوانه د لوی تهدید سره مواجه وي .

May 30th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات